ايراني چارواکی دا کال له ۱.۶ مېلیونه ډېر بې‌اسناده افغانان بېرته ستانه شوي دي

د ایران د کورنیو چارو وزارت سلاکار او د بهرنیو وګړو او کډوالو چارو مرکز مشر نادر یاراحمدي ویلي، چې د روان کال له پیل راهیسې یو مېلیون او ۶۰۰زره بې‌اسناده افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

هغه ویلي، دا مهال شاوخوا څلور مېلیونه او ۵۰۰زره افغانان په ایران کې مېشت دي. د هغه په وینا؛ له دې دلې له ۴۰۰ تر ۵۰۰ زرو پورې افغانان بې‌اسناده دي.

نوموړي زیاته کړې، چې ایران ته د بې‌اسناده کډوالو تګ کم شوی؛ خو لا صفر شوی نه‌دی. یاراحمدي منلې، چې له ایران نه ځینې اېستل شوي افغانان بېرته دغه هېواد ته ستانه شوي دي.

له تېرو درېیو کلونو راهیسې له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ چټکه شوې ده. د اسلامي امارت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت هم خبر ورکړی، چې د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې له پاکستان، ایران او ترکیې هېوادونو ۵۹۷۸۶۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴ مېلیونه او ۲۸۳زرو ته رسېږي او له ۲ مېلیونه ډېر مجردان په جبري ډول او خپله خوښه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w1109e
دکمه بازگشت به بالا