اکټوبر ۷مه: د امریکا یرغل – ۲۴ کاله ویجاړونکې او شل کلنه جګړه

د اکټوبر ۷مه؛ ۲۴ کاله وړاندې په همدې ورځ د امریکا په مشرۍ نړیوالو ایتلافي ځواکونو پر افغانستان برید وکړ. افغانستان ته د يادو ځواکونو دننه کېدو پلمه د سپټمبر ۱۱مې پېښه وه؛ خو په ۲۰ کلن حضور کې یې د افغانستان ښارونه، کلي او غرونه بمبار کړل، چې له امله یې لکونه افغانان شهیدان، ټپیان، بې کوره او زنداني شول.
امریکايي چارواکي پر افغانستان یرغل د خپل تاریخ اوږده جګړه بولي او د دوی چارواکو او شنوونکو په ځلونو افغانستان کې پر خپلې ماتې اقرار هم کړی دی.
شنوونکي وايي، چې امریکايي چارواکو له اوږدې جګړې وروسته چې افغانستان کې یې شتون له درنې مرګ ژوبلې، مالي زیان او نړېوال حیثیتي تاوان سره مخ وو؛ پرېکړه وکړه چې د مذاکراتو له لارې افغانستان پرېږدي.
بالاخره امریکا او ناټو ځواکونه د ۲۰۲۱ زیږدیز کال د اګسټ په ۳۱مه؛ له افغانستان څخه په بشپړ ډول ووتل.
د یادونې وړ ده، چې د امریکايي ځواکونو له وتلو څلور کاله وروسته هم امریکايي چارواکي په افغانستان کې خپل پوځي حضور او جګړه بې معنا بولي او هلته پر خپل شل کلن جګړه ییز ماموریت کلکې نیوکې کوي.