ایبک کې اووهکلنه کورنۍ دښمني د منځګړیتوب له لارې پای ته ورسېده

د سمنګان ځایي چارواکي وایي چې د دغه ولایت په مرکز ایبک ښار کې د دوو کورنیو ترمنځ اووهکلنه دښمني چې په پایله کې یې یو کس وژل شوی و، د ځایي چارواکو او دیني عالمانو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.
د سمنګان والي داملا محمدشعیب رسالت د دغو دوو کورنیو د پخلاینې مراسمو کې وویل چې دا شخړه شاوخوا اووه کاله مخکې د ایبک ښار په جویزندان کلي کې شوې وه.
نوموړي بښنه او عفو د اسلام له لوړو ارزښتونو وبلل ویې ویل چې اوسنی نظام د ورورولۍ او بښنې نظام دی او خلک باید دښمنۍ پرېږدي او د ورورولۍ په فضا کې ژوند وکړي.
هغه له هغو کورنیو چې له یو بل سره پخلا شوې وغوښتل چې له دې وروسته دې خوشحاله او سولهییز ژوند غوره کړي.
همدارنګه، د سمنګان د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو امر ملا محبالله بهاري رسنيو ته وویل: «دا شخړه شاوخوا اووه کاله مخکې د حاجي عبدالخالق او خالمحمد د وارثینو ترمنځ د ایبک ښار په جویزندان کلي کې رامنځته شوې وه چې په پایله کې یې د استاد عبدالخالق زوی عبدالمنیر وژل شوی و.»
د هغه په خبره، دا قضیه د یاد امرېت، د شخړو د حل کمېسیون، دیني علماوو او ځایي مشرانو د پرلهپسې هڅو او غونډو له لارې نن په بشپړه توګه حل او فصل شوه.
د دې غونډې په پای کې استاد عبدالخالق د علماوو او چارواکو په حضور کې د خپل زوی قاتل د الله تعالی د رضا لپاره وباښه او دواړو کورنیو ژمنه وکړه چې له دې وروسته به خپلې اړیکې د سولې، درناوي او ورورولۍ پر بنسټ روانې ساتي.
