ایران ته ننوتلې دوه امریکايي چورلکې نسکورې شوې

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا ځانګړي ځواکونه د یوه پیلوټ د ژغورنې لپاره ایران ته ننوتلي وو، خو له نښتو وروسته یې دوه بلیک هاک چورلکې او یوه C-130 ټرانسپورټي الوتکه په نښه او نسکورې شوې دي.

د راپورونو له مخې، دا پېښه د ایران په خاوره کې رامنځته شوې او د خاتم‌الانبیا مرکزي قرارګاه ویاند ویلي چې یادې الوتکې د ایران ځواکونو له لوري ویشتل شوې دي.

سرچینې دغه پېښه د امریکا لپاره ستره ناکامي بللې، خو تر اوسه امریکایي لوري د چورلکو د نسکورېدو په اړه څه نه دي ویلي او یوازې یې د خپل افسر د ژغورنې تأیید کړی دی.

دکمه بازگشت به بالا