ایران د افغانستان او پاکستان ترمنځ اوربند رغوونکی ګام دی

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند د هوکړې په تړاو د سیمې لومړۍ غبرګون د ایران له لوري څرګند شوی، چې د دغه هېواد چارواکو دا هوکړه «ګټوره او رغوونکې» بللې ده.

ایران د افغانستان لپاره ځانګړي استازي، محمد رضا بهرامي، نن یک‌شنبه (د تلې ۲۷مه) په خپل رسمي ایکس (پخوانی ټویټر) حساب کې د یادې هوکړې په اړه غبرګون ښودلی دی.

ښاغلي بهرامي ویلي، د سیمې د ټولو هېوادونو ګډه ګټه په دې کې ده چې د ارامۍ، ثبات او امنیت د پیاوړتیا لپاره ګډ کار وشي او شخړې د خبرو او تفاهم له لارې حل شي.

هغه ټینګار کړی چې دا ډول رغوونکې هوکړې کولی شي د سیمه‌ییزې همکارۍ، متقابل باور او دوامدار ثبات لپاره مثبت بدلونونه رامنځته کړي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/a990s
دکمه بازگشت به بالا