ایران د شمالي زلزلې له زیانمنو کورنیو سره خواخوږي او بېړنۍ مرسته ټینګار

د ایران سفارت په کابل کې د افغانستان له هغو کورنیو سره د ژورې خواخوږۍ او همدردۍ څرګندونه کړې چې د تېرې شپې د زلزلې له امله زیانمنې شوې دي.
په خبرپاڼه کې چې د دې سفارت له لوري خپره شوې، راغلي دي چې ایران به د دې سختو شېبو پر مهال د افغان ولس ترڅنګ ولاړ وي او د ورورولۍ او انساني مرستې په روحيه به لازمې مرستې چمتو کړي.
سفارت زیاته کړې، د ایران اړوند ادارې او مرستندویه بنسټونه د زلزلهځپلو سیمو د وضعیت د څېړنې په حال کې دي، څو د اړتیا پر مهال د بیړنیو مرستو، درملو او نورو انساني امکاناتو د استولو چارې عملي کړي.
په اعلامیه کې ټینګار شوی چې ایران د افغانانو درد خپل درد ګڼي، او د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د ورورولۍ او همکارۍ اړیکې د دې سبب ګرځي چې د سختیو پر مهال یو د بل تر څنګ ودرېږي.
د یادونې ده چې تېره شپه په شمالي ولایتونو کې زلزله شوې وه چې له امله یې یو شمېر کورونه زیانمن شوي او خلکو ته ځاني او مالي تاوانونه اوښتي دي.

