بدخشان کې سیند ته موټر غورځېدلی؛ پنځه مړه شوي

د بدخشان مسوولین وايي، چې د کشم او تشکان ولسوالیو ترمنځ په یوه سیند کې د یو موټر غورځېدو په پېښه کې پنځه کسان مړه شوي دي.
د بدخشان امنیې قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې پېښه د «تشکان پُل» سیمه کې د یو فرونر موټر سیند ته غورځېدو له امله رامنځته شوې ده. تر دې دمه څلور جسدونه را ایستل شوي او د پنځم جسد د موندلو هڅې روانې دي.
د سرچینې په وینا، وژل شوي ټول کسان د «ارګو» ولسوالۍ اوسېدونکي وو، او د پېښې نور تفصیل تر اوسه نه دی څرګند شوی.
په ورته وخت کې، د هېواد په تېرو کلونو کې د ترافیکي پېښو زیاتوالی د چلوونکو بېاحتیاطي، خرابو سړکونو، ګړندي تګ او د ترافیکي اصولو نهمراعاتولو له امله ګڼل کېږي. د مسوولینو په خبره، د ترافیکي پېښو د مخنیوي لپاره اړینه ده چې د سړکونو کیفیت لوړ او د عامه پوهاوي پروګرامونه پیاوړي شي.
دغه پېښه یو ځل بیا د هېواد په غرنیو سیمو کې د سړکونو د خوندیتوب او د ترافیکي اصولو د مراعت اهمیت په ګوته کوي.

