برازیل د بس او ټرک ټکر کې ۱۱ تنه مړه او ۷ ټپیان شول

د برازیل فدرالي پولیسو ویلي چې د دې هېواد په جنوبي برخه کې د بس او ټرک د مخامخ ټکر له امله لږ تر لږه ۱۱ کسان مړه شوي او ۷نور ټپیان دي. پېښه د ریو ګرانډي دو سُل ایالت په یوه لویه لار د سهار شاوخوا ۱۱:۳۰ بجو رامنځته شوې.
د پولیسو په وینا، ټپیان روغتونونو ته انتقال شوي او د پېښې د نورو جزییاتو په اړه یې لا معلومات نه دي ورکړي، خو د ټکر شدت د بس او ټرک د بشپړ زیان لامل شوی هم دی.
لینک کوتاه
https://sarie.news/W3293E

