برلین د بهرنیو چارو وزیر چین ته ځي؛ د اقتصادي اړیکو پراخولو بحثونه کېږي

سره له دې چې برلین د چین پر وړاندې خپله تګلاره سخته کړې، د آلمان د بهرنیو چارو وزیر یوهان وادیفول نن دوشنبه، د لیندۍ ۱۷مه، بیجینګ ته ځي. رویټرز اژانس راپور ورکړی چې هغه به په دې سفر کې له خپل چینایي سیال سره کتنه وکړي او د اروپا سره د چین پر اقتصادي اړیکو ورسره خبرې وکړي.

د سفر موخه د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا او د سوداګریزې همکارۍ د پیاوړتیا فرصتونو ارزونه بلل شوې ده. په ورته وخت کې دواړه هېوادونه غواړي د نړیوالو اقتصادي بازارونو له ننګونو سره د مقابلې لپاره همغږې لارې چارې ولټوي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/W614E
دکمه بازگشت به بالا