بریتانیا لومړي وزیر سټارمر: محصلینو ته د اکټوبر ۷مې لاریونونو ګډون منع شو

د برېتانیا لومړي وزیر کېیر سټارمر له محصلینو غوښتي چې د حماس له خوا د اکتوبر د اومې نېټې د بریدونو د دویمې کلیزې په مناسبت د فلسطینیانو د ملاتړ په لاریونونو کې ګډون ونه کړي.

ښاغلي سټارمر په یوه لیکنه کې چې نن ټایمز ورځپاڼه کې خپره شوې، د اکتوبر د اومې نېټې د کلیزې په مناسبت د لاریونونو ترسره کول “غیر برېتانوي” عمل بللی او ویلي یې دي چې ځینې کسان دا “په برېتانیا کې د یهودانو د ځورولو پلمه” ګرځوي.

هغه لیکلي: “په د اکتوبر د اومې نېټې د جرم د کلیزې په ورځ، محصلین د لاریونونو د ترسره کولو پلان لري. دا زموږ د هېواد د هویت استازولي نه کوي. دا غیر برېتانوي ده چې د نورو درناوی ونه لرو. او لا له دې وړاندې دا اندېښنه شته چې ځینې کسان به یو ځل بیا د یهودانو پر ضد د کرکې خپرول پیل کړي.”

د برېتانیا لومړي وزیر ټینګار وکړ چې دا هېواد به “تل د هغو کسانو پر وړاندې، چې د یهودي ټولنو د زیانمنولو هڅه کوي، په کلکه او یو موټی ودرېږي”.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b6340a
دکمه بازگشت به بالا