برېتانیا د افغانستان او پاکستان اوربند ته هرکلی، د دوام ملاتړ کوو

د برېتانیا ځانګړي استازي ریچارد لینډسي، چې کابل ته په سفر کې یې د کډوالو او بېرته راګرځېدونکو چارو له وزیر مولوي عبدالکبیر سره لیدلي، ویلي چې هېواد یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند له هوکړې هرکلی کوي.

د کډوالو او بېرته راګرځېدونکو چارو وزارت نن پنج‌شنبه، د عقرب په لومړۍ نېټه، په خپره شوې خبرپاڼه کې د ریچارد لینډسي او مولوي عبدالکبیر د لیدنې خبر ورکړی دی.

د وزارت د څرګندونو له مخې، د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي هیله څرګنده کړې چې کابل او اسلام‌اباد دې د دايمي اوربند د ټینګېدو لپاره ګډ کار وکړي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/a1139s
دکمه بازگشت به بالا