برېټانیا د افغانانو د معلوماتو افشا؛ دفاع وزارت له جدي قانوني دعوې سره مخ دی

د برېټانیا دفاع وزارت د یوې معلوماتي تېروتنې له امله له جدي قانوني ننګونو سره مخ شوی، وروسته له هغې چې هغه افغانان، چې شخصي معلومات یې افشا شوي، پر یاد وزارت د دعوې لومړني قانوني ګامونه پورته کړي دي. برېټانیوي رسنیو راپور ورکړی چې نږدې زر افغانان د دفاع وزارت پر ضد د قانوني دعوې د ثبت په درشل کې دي.
د راپورونو له مخې، د دفاع وزارت اړوند یوه افشا شوې ډیټابېس کې د شاوخوا ۲۵ زره افغانانو او د هغوی د کورنیو غړو حساس شخصي معلومات خپاره شوي وو. دغه معلومات هغه کسان رانغاړي چې په بېلابېلو بڼو یې له برېټانیايي ځواکونو سره همکاري کړې وه او افشا کېدل یې د دوی امنیت له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.
د دغو افغانانو حقوقي استازو ویلي، د معلوماتو خپرېدو د یادو کسانو ژوند، خوندیتوب او رواني وضعیت اغېزمن کړی او له همدې امله یې د تاوان غوښتنه کړې ده. د وکیلانو په وینا، د هر زیانمن شوي کس لپاره لږ تر لږه د ۵۰ زره پونډو د تاوان غوښتنه مطرح شوې، چې موخه یې د رامنځته شوي زیان جبران او د مسوولیت ټاکل دي.
حقوقي سرچینې ټینګار کوي چې دا قضیه ښايي د برېټانیا دفاع وزارت لپاره پراخ حقوقي او سیاسي پایلې ولري، ځکه د شخصي معلوماتو ساتنه د یاد هېواد له مهمو قانوني مکلفیتونو څخه شمېرل کېږي. تمه ده چې په راتلونکو اوونیو کې د دعوې بهیر لا پراخ شي او نور زیانمن شوي کسان هم ورسره یو ځای شي.

