برېښنا شرکت د آمو سیند پرې شوې برېښنا کرښه د رغونې وروستي پړاو ته رسېدلې ده

د برشنا شرکت اعلان کړی چې د ازبکستان وارداتي برېښنا د لېږد یوه کرښه، چې د آمو سیند د مسیر په اوږدو کې د پرې کېدو له امله د کابل په ګډون په یوولسو ولایتونو کې د برېښنا د پرې کېدو سبب شوې وه، دا مهال د بیا رغونې په حال کې ده.

د برشنا شرکت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا تخنیکي عملیات ځانګړې ستونزې لري، ځکه د برېښنا کرښه د آمو سیند له منځه تېرېږي، خو د دغه شرکت عملیاتي ټیمونو د درې ورځو پرله‌پسې هڅو وروسته د رغونې چارې تر وروستیو پړاوونو رسولي دي.

تمه کېږي چې د دوشنبې تر غرمې پورې وارداتي برېښنا بېرته عادي حالت ته را وګرځي.

د ازبکستان وارداتي برېښنا د افغانستان د انرژۍ له اصلي سرچینو څخه ګڼل کېږي او د هېواد د برېښنا د عمومي سیستم د ثبات لپاره حیاتي اهمیت لري.

لینک کوتاه

https://sarie.news/a1033s
دکمه بازگشت به بالا