بقايي: د حکومتونو په رسمیت پېژندل د هر هېواد خپلواکه پرېکړه ده

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقايي وایي چې د حکومتونو په رسمیت پېژندل د هر هېواد خپلواکه پرېکړه او د هغوی د ملي ګټو پر اساس کېږي.
رسنیو د بقايي له قوله لیکلي چې ایران له افغانستان سره ګډ تاریخ او فرهنګ لري او تهران به د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو په پرېکړه کې خپلواک وي.