بلخ د امربالمعروف محتسبینو یو کوډګر له جادويي وسایلو سره ونیوه

د امربالمعروف، نهی عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسؤلین وايي چې د دې وزارت محتسبینو د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې یو تن کوډګر د جادو اړوند وسایلو سره یوځای نیولی دی.
د وزارت د معلوماتو پر بنسټ، یاد کس هغه مهال ونیول شو چې د ښار په یوه سیمه کې د جادو او فالګیرۍ په خلافشرعي اعمالو بوخت و. سرچینې زیاتوي، د هغه له خونې او شخصي وسایلو څخه د جادو، تعویذونو او نورو منع شویو توکو ډولونه هم ترلاسه شوي دي.
له نیول کېدو وروسته یاد کوډګر د قانوني پروسو د بشپړولو لپاره عدلي او قضایي ادارو ته سپارل شوی دی. چارواکي وايي چې دا ډول پېښې د ټولنې د عقیدې، امنیت او عامه نظم پر وړاندې جدي خطر ګڼل کېږي او ټینګار کوي چې د کوډګرۍ، فریب او خلکو له مذهبي احساساتو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې په مخنیوي کې به خپل اقدامات لا پیاوړي کړي.
مسوولینو همداراز له خلکو غوښتنه کړې چې د دې ډول اعمالو د لېدو په صورت کې د امربالمعروف اړوندو دفترونو سره اړیکه ونیسي، څو د قانوني تعقیب بهیر ژر او په سمه توګه ترسره شي.

