بلخ د زاري ولسوالۍ په یوه کور کې د وسلو او مهماتو زیرمه کشف شوه

د بلخ ولايت د امنیه قوماندانۍ ځواکونو د ځانګړي عملياتو په ترڅ کې د زاري ولسوالۍ د امرخ کلي په یوه کور کې ګڼ مهمات کشف او ضبط کړي دي.
د يادې قوماندانۍ د رسنيو دفتر وايي، په کشف شویو مهماتو کې څلور میله کلاشنکوف چې دوه یې چینایي دي، دوه میله چرهييز ټوپهکونه، پنځه شاژور، یوه پایه مخابره، څلور لاسي بمونه او درې فیوزونه، دوه پرسونل ضد بمونه، یوه برچه، ۳۳۵ د کلاشنکوف مرمۍ، ۶۰۷ د پیکا مرمۍ او یو میل د هوايي دفاع وسله شامل دي.
د ياد رسنيز دفتر په وينا، دغه اقدامات د ولسوالۍ امنیت ټینګولو او د غيرقانوني وسلو ساتلو د مخنیوي په موخه شوي دي.
دا په داسې مهال، د کورنيو چارو وزارت تر دې وړاندې په رسمي خبرپاڼو کې په کراتو خبرداری ورکړی چې په کورونو کې په غير قانوني توګه د وسلو ساتل جرم دی او بايد ونهساتل شي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/f964h

