بهرنیو چارو وزارت د هند چاودنه غندو او له قربانیانو سره خواخوږي څرګندوو

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند، عبدالقهار بلخي، په یوه رسمي خبرپاڼه کې د هند په نوې ډيلي کې د تېره ماښام رامنځته شوې چاودنې له امله ژوره خواشیني څرګنده کړه.
خبرپاڼه وايي، اسلامي امارت د هند له ولس او حکومت سره خپله صادقانه خواخوږي شریکه کوي او ټپیانو ته د ژر تر ژره روغتیا د ترلاسه کولو هیله لري.
سرچینه په دې اړه ټینګار کوي چې اسلامي امارت د داسې انساني ناورینونو د قربانیانو د ملاتړ او د هغوی د کورنیو د غم شریکی په برخه کې د خپلو اخلاقي مسؤلیتونو درک لري او له نړیوالې ټولنې څخه یې غوښتنه کړې چې د ټپیانو د بیړني مرستې لپاره اړین ګامونه پورته کړي.

