تازه خبر په امریکا کې ۲۵ کلن پاکستانی محصل د پولیسو پر ضد د برید په تور نیول شوی

د امريکا په ډیلاویر ایالت کې فدرالي ادارې یو ۲۵ کلن پاکستانی وګړی په داسې مهال نيولی، چې د پوهنتون د پوليسو پر ضد يې د احتمالي بريد پلان درلود.

«سي‌بي‌اېس» نيوز د فدرالي څارنوالۍ په حواله ويلي، لقمان خان د پاکستان تبعه او د ډيلاوير پوهنتون محصل دی چې د غیرقانوني وسلې د درلودلو په تور تورن شوی او د هغه له کوره وسلې او اسناد ترلاسه شوي دي.

چارواکي وايي، پولیسو هغه د نومبر پر ۲۴مه د شکمن کار له امله درولی او وروسته له نیول کېدو یې د پوهنتون د پولیسو د برید په اړه یادښتونه موندل شوي چې پکې د یوې ودانۍ نقشه هم شامله وه.

د ډيلاوير پوهنتون سرپرست رييس ويلي چې نوموړی محصل به د قضيې تر بشپړېدو پورې له پوهنتونه بند وي.

د « سي‌بي‌اېس» راپور له مخې، دغه پاکستانی وګړی تر اوسه په توقیف کې دی او ټاکل شوې د ډسمبر پر ۱۱مه يې د نيول کېدو په تړاو پرېکړه وشي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w421e
دکمه بازگشت به بالا