تامل ناډو: په سیاسي غونډه کې ګڼه ګوڼې ۳۹ مړي او ۵۱ ژوبل شوي

د سویلي هند تامل ناډو ایالت په یوه سیاسي غونډه کې د ټېل ماټېل او ګډوډي رامنځته کېدو له کبله لږ تر لږه ۳۹ کسان مړه شوي دي، چې ماشومان هم پکې شامل دي.
دغه پیښه د شنبې پر ورځ هغه مهال رامنځته شوه، چې لسګونه زره کسان د مخکیني فلمي ستوري او اوسني سیاستوال، ویجی، ټاکنیز کمپاین غونډې ته راټول شوي وو.
رپوټونه وايي چې دا غونډه څو ساعته وځنډېده، او تلویزیوني خپرونو داسې انځورونه ښودلي چې خلک د ګڼه ګوڼې له امله بېهوښه کېدل.
د تامل ناډو ایالت اعلی وزیر ایم کي ستالن، خبریالانو ته وویل چې په وژل شویو کې لږ تر لږه ۱۷ ښځې، ۱۳ نارینه او ۹ ماشومان شامل دي. نوموړي زیاته کړه چې ۵۱ نور کسان اوس مهال تر درملنې لاندې دي.
اعلی وزیر زیاته کړه، د هر وژل شوي کس له کورنۍ سره به یو میلیون هندۍ روپۍ (۱۱۳۰۰ ډالر) مرسته وشي او په خبره یې د پېښې په تړاو پلټنې پیل شوې دي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/A875S

