تایلنډ او کمبودیا د ټرمپ په منځګړیتوب اوربند لاسلیک شو

د روان زیږیز کال د جولای میاشتې په اوږدو کې د تایلنډ او کمبوډیا ترمنځ له پنځو ورځو سرحدي نښتو وروسته، د دواړو هېوادونو مشرانو نن (یک‌شنبه) په کولالمپور کې د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ په حضور کې او د مالیزیا په منځګړیتوب، د اوربند هوکړه‌لیک لاسلیک کړ، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ سختو سرحدي نښتو ته د پای ټکی کېږدي.

دغه هوکړه د درې میاشتې مخکې اوربند په دوام لاسلیک شوې؛ هغه اوربند چې د ټرمپ له لوري د دواړو هېوادونو له مشرانو سره د اړیکې نیولو او د جګړې د پایته رسولو غوښتنې وروسته ترلاسه شوې وه.

ډانلډ ټرمپ، د امریکا ولسمشر چې مالیزیا ته تللی، و ویل: «دا ډېره حیرانوونکې ده، ځکه موږ داسې کار وکړ چې ډېرو خلکو ناممکن باله. ښايي د همدې یوه سولې تړون په مټ مو د میلیونونو انسانانو ژوند ژغورلی وي. زه ځکه خوښ یم چې دواړه هېوادونه چې موږ ورسره کار کوو او درېیم هېواد مالیزیا، چې ډېره مرسته یې وکړه، په رښتیا سره یو بل ته درناوی لري.»

په نوې هوکړه کې د څارنې د ډلې جوړول، د پوځي ترینګلتیا کمول، د درنو وسلو راټولول او د تایلنډ له لوري د ۱۸ کمبوډیایي بنديانو خوشې کول رانغښتي دي.

د تایلنډ لومړي وزیر، انوتین چارنویر، ټینګار وکړ: «تایلنډ د سولې پلوی دی. دا اعلامیه ښيي چې موږ غواړو اختلافونه په سوله‌یزه توګه او د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د بشپړ درناوي سره حل کړو.»

د تایلنډ او کمبودیا ترمنځ پنځه ورځنۍ سرحدي نښتې، چې د توغندیو او توپونو تبادله پکې شوې وه، لږ تر لږه ۴۸ کسان یې وژلي او شاوخوا ۳۰۰ زره تنه یې د لنډ مهال لپاره بې‌ځایه کړي دي.

دا د دواړو هېوادونو ترمنځ له وروستیو تر ټولو سختو نښتو څخه ګڼل کېږي.

دغه هوکړه د ډانلډ ټرمپ لپاره یو بل ډیپلوماتیک بری ګڼل کېږي؛ هغه څوک چې روان کال یې د غزې، د ارمنستان او آذربایجان، د هند او پاکستان ترمنځ د لنډې نښتې، او همدارنګه د روسیې او اوکراین د جګړې د پایته رسولو په هڅو کې د منځګړي رول لوبولی دی.

لینک کوتاه

https://sarie.news/a1216s
دکمه بازگشت به بالا