تر اوسه د نیکولاس مادورو د نیولو عملیاتو په اړه څه پوهېږو؟

د نېکولاس مادورو او د هغه د ښځې لېږدونکې الوتکه تېره شپه نیویارک کې د ملي ګارد ستېوارت هوايي اډه کې کېناسته.
رپوټونه وايي، وروسته مادرو په بروکلین سیمه مېټروپولیټن توقیفځای ته ولېږدول شو چې مشهور او پېژندل شوي بندیان پکې ساتل کېږي.
په وېنزویلا کې لوړې محکمې “د اداري چارو د دوام او د ولس هر اړخېزې دفاع تضمین لپاره” مرستیاله ولسمشره ډلسي رودریګېز لنډمهاله ولسمشره اعلان کړه.
په امریکا کې بیا دفاع وزیر پیټ هېګسېت تېره شپه له سيبياېس سره په مرکه کې ډونلډ ټرمپ د عمل او اقدام ولسمشر وباله او ویې ویل چې متحد ایالتونه به د وېنزویلا د راتلونکې شرایط وټاکي.
د امریکا د ترانسپورت وزیر شان ډفي هم اعلان وکړ چې د کارابین سمندرګي پر سر هوايي حریم، چې تر بریدونو وروسته محدود شوی و، د امریکا د ختیځ پر وخت د ماسپښین پر ۱۲:۰۰ بجو بېرته پرانستل شي.
د نړۍ بېلابېلو هېوادونو د مادورو نیولو لپاره د امریکا د پوځي عملیاتو په تړاو غبرګونونه ښودلي دي.

