ترکیه لوړپوړی پلاوی به د افغانستان ـ پاکستان اړیکو ښه‌والي لپاره اسلام‌اباد ته ولاړ شي

ټاکل شوې ده ترکیې لوړپوړی پلاوی راتلونکې اوونۍ اسلام‌اباد ته ولاړ شي، څو افغانستان ـ پاکستان ترینګلتیا کمه او د خبرو لپاره نوې فضا برابره کړي. د سفر هدف اړیکو عادي کېدل، سیمه‌ییز وضعیت ارزول او امنیتي همغږي پیاوړې کول بلل کېږي.

پاکستاني سرچینو د ترکیې سفیر له خولې ویلي، پلاوی کې د ملي استخباراتو مشر، یو شمېر وزیران او نور لوړرتبه چارواکي شامل دي. اټکل کېږي پلاوی به له اسلام‌اباد چارواکو سره په جلا غونډو کې د ګډو امنیتي ګواښونو، اقتصادي همکاریو، سرحدي موضوعاتو او وروستیو پېچلو تحولاتو په اړه بحث وکړي.

ترکیه هڅه لري منځګړیتوب ته لاره هواره کړي او داسې تفاهم رامنځته کړي چې له مخې یې سرحدي امنیت، تګ راتګ، اقتصادي اړیکې او سیمه‌ییز ثبات لپاره نوې همغږي جوړه شي.

شنونکي باور لري د دغه سفر پایلې ښايي د افغانستان او پاکستان اړیکو کې د بدلون لپاره مهم ګام وګرځي او د سیمې په سیاسي او امنیتي فضا پراخ اغېز ولري.

لینک کوتاه

https://sarie.news/f701h
دکمه بازگشت به بالا