تهران: د اسلامي امارت سفارت او ایراني چارواکو د محصلینو د ستونزو حل وڅېړ.

تهران کې د اسلامي امارت د سفارت سرپرست، د ایران د علومو، څېړنو او ټکنالوژۍ له مرستیال وزیر، سعید حبیبا سره په کتنه کې پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې کړې دي.

د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې چې په دې کتنه کې دواړه لوري د افغان محصلینو پر ستونزو غږېدلي او د تحصیلي شرایطو پر ښه کولو خبرې شوې دي.

په تهران کې د اسلامي امارت سفارت مسوولینو وخت ناوخت د افغان کډوالو د ستونزو په اړه هم له ایراني چارواکو سره کتنې او بحثونه کړي دي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b5595a
دکمه بازگشت به بالا