تورخم کې د افغان باري موټرو ځنډ: تازه مېوې خرابې شوې او سوداګرو ته درانه زیانونه ورسېدل

په خیبرپښتونخوا کې د افغان باري موټرو چلوونکو ټولنه وايي، په تورخم کې د ځینو محدودیتونو او یو لړ ستونزو له امله د باري موټرو تګ راتګ له کړاو سره مخامخ شوی. د افغان سوداګرو سلګونه بار لارۍ د تګ په تمه ولاړې دي.
ګڼو ایسارو موټرو کې سبزي او تازه مېوې بار دي چې د موټر چلوونکو په وینا، په تورخم کې د زیات ځنډ له امله په ځینو موټرو کې بار تازه مېوې او ترکارۍ خرابې شوې چې سوداګرو او د باري موټرو لرونکو ته یې زیان اړولی دی.
له تورخمه د باري لارۍ یو چلوونکی سریع خبري اژانس ته په استولې ویډیو کې وايي، رومیان یې بار کړي او غواړي پښتونخوا ته یې یوسي، خو په تورخم کې له څو پرلپسې ورځو ایسار دی چې له امله یې رومیان خراب شوي دي.
د باري موټرو چلوونکي او سوداګر وايي، په تورخم کې پاکستاني لوري ته د موټرو د اوښتو بهیر پڅ دی.
سریع خبري اژانس ته په استول شوي یوه بل غږ کې د خیبر پښتونخوا د تازه مېوې یو سوداګر چې ظاهرا یې په لارۍ کې بار مېوه په تورخم کې ځنډېدلې، د باري موټر چلوونکي ته وايي، ټوله پانګه یې له منځه تللې ده:

