تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه ۴۰ فلسطینیان شهیدان شوي

روغتیایي سرچینو راپور ورکړی، چې تېره ورځ (دوشنبه) د اسرائیلي اشغالګرو د هوایي بریدونو او ډزو له امله غزه تړانګه کې لږ تر لږه ۴۰ فلسطینیان شهیدان شوي.

د قربانیانو له ډلې ۱۰ تنه د مرستو د ترلاسه کولو په پرمهال په نښه شوي دي. د ملګرو ملتونو سازمان په وینا، تر دې دمه له زرو زیات فلسطینیان د مرستو د وېش په مرکزونو کې شهیدان شوي.

ورته‌مهال د غزې روغتیا وزارت ویلي، چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵ نورو فلسطینیانو هم د لوږې له امله ژوند بایللی.

د دې وزارت د شمېرو له مخې، چې پر غزه د اسرائیلي رژیم د بریدونو له پیل راهیسې غزه کې د لوږې له امله د مړو شویو شمېر ۱۸۰ تنو ته لوړ شوی دی.

 

لینک کوتاه

https://sarie.news/a330s
دکمه بازگشت به بالا