ثاقب اسلامي امارت د پانګونې او طبیعي سرچینو د ګټې اخیستنې زمینه ښه کړې

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د طبیعي او تخنیکي علومو مرستیال، مولوي امیرجان ثاقب، ویلي، چې هېواد پراخې او بډایه طبیعي سرچینې لري او د اسلامي امارت له حاکمیت سره د ټولو پانګوالو لپاره د پانګونې زمینه تر هر وخت ښه او مهیا شوې ده.

ښاغلي ثاقب ټینګار کړی، چې د هېواد اقتصادي موخه د وارداتي اقتصاد څخه د صادراتي اقتصاد پر لور بدلون دی، او د دې هدف د ترلاسه کولو لپاره د طبیعي سرچینو معقول کارول، د صنعت پیاوړتیا او د پانګونې تشویق اساسي رول لري.

د علومو اکاډمۍ د طبیعي او تخنیکي علومو مرستیال زیاته کړې، چې د شته فرصتونو په ګټې اخیستنې سره افغانستان کولای شي په سیمه کې د اقتصادي ثبات او صادراتو په یوه فعال مرکز بدل شي. نوموړي څرګنده کړې، چې د پانګونې د پراختیا او اقتصادي ودې لپاره ټول اړوند سکتورونه او بنسټونه هڅول شوي ترڅو د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لپاره مناسب او باثباته چاپېریال رامنځته کړي.

ښاغلي ثاقب په پای کې ټینګار وکړ، چې د پانګونې او د طبیعي سرچینو اغېزمن مدیریت به نه یوازې د هېواد اقتصادي وضعیت پیاوړی کړي، بلکې د کار او عاید نوي فرصتونه به هم د خلکو لپاره برابر کړي.

 

لینک کوتاه

https://sarie.news/f635h
دکمه بازگشت به بالا