جاپان شمالي کوریا یو بالسټیک توغندی توغولی، د پېښې ارزونه روانه ده

د جاپان د لومړۍ وزیرې دفتر په یوه لنډ رسمي پیغام کې خبر ورکړی، چې شمالي کوریا یو بالسټیک توغندی توغولی دی.
د جاپان لومړۍ وزيرې ساناې تاکایچي په خپاره کړي پيغام کې اړوند ادارو ته لارښوونه کړې، چې د پېښې ټول اړخونه په دقت وارزوي او خلکو ته پر وخت او کره معلومات وړاندې کړي.
نوموړې همداراز د جاپاني بېړیو او نورو ملي شتمنیو پر خوندیتوب ټینګار کړی او د احتمالي بېړنیو حالاتو پر وړاندې د بشپړ چمتووالي او احتیاطي تدابیرو د نیولو غوښتنه یې کړې ده.
تر اوسه شمالي کوریا د دې ادعا په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
لینک کوتاه
https://sarie.news/h440h

