جاپان له افغانستان سره د چاپېریال ساتنې د همکارۍ دوام ژمنه وکړه.

افغانستان کې د جاپان سفیر «تاکایوشي کورومییا» د خپلې دندې د پایته رسېدو په درشل کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له عمومي رییس، مولوي مطیع‌الحق خالص سره کتلي او پر بېلابېلو مسایلو یې بحث او خبرې کړې دي.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د اعلامیې له مخې چې په دې کتنه کې د جاپان سفیر ډاډ څرګند کړی چې هېواد به یې له افغانستان سره د چاپېریال ساتنې په برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
بلخوا مولوي مطیع‌الحق خالص د جاپان له سفیر څخه غوښتي چې په (COP-30) نړیوال کنفرانس کې دې د افغان پلاوي د ګډون زمینه برابره کړي، چې نړیوالو ته خپلې د چاپېریال ساتنې او اقلیمي بدلون ستونزې ورسوي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/A488s
دکمه بازگشت به بالا