جاپان چین زموږ الوتکو ته خطرناک رادار فعال کړی؛ چین تور رد کړ

جاپان پر چین تور لګولی چې د اوکیناوا جزایرو ته نږدې د دوی پر پوځې الوتکو «خطرناک» رادار ور برابر کړی دی، خو چین دغه تورونه رد کړي دي.

د جاپان لومړۍ وزیرې سانایه تاکایچي وایي، د چین جنګي الوتکو په دوو جلا پېښو کې د جاپاني پوځې الوتکو پر لور رادار ور تړلی چې د الوتنو خوندي تګ‌ــ‌راتګ یې اغېزمن کړی دی. هغې زیاته کړې چې د شنبې د ورځې د «خواشینوونکې» پېښې په تړاو یې چین ته رسمي اعتراض لېږلی دی.

همدارنګه د جاپان د دفاع وزیر شینجیرو کویزومي د خپل اسټرالیایي سیال ریچارد مارلس سره په لیدنه کې ویلي چې جاپان به د سیمې د سولې او ثبات د ساتلو لپاره د چین کړنو ته «قاطع خو ارام» ځواب ورکړي.

خو د چین د سمندري ځواکونو ویاند وانګ شویه‌مېنګ وايي، جاپاني الوتکې د چین د الوتکو وړونکې بېړۍ د الوتنې له اعلان شویو تمرینونو سره نږدې شوې او مزاحمت یې کړی دی.

جاپان وایي، په دواړو پېښو کې ښکېلې J-15 الوتکې د چین له «لیاؤنینګ» الوتکو وړونکې بېړۍ څخه الوتې وې چې د درېيو توغندیو ویشتونکو بېړیو سره یو ځای د اوکیناوا له جنوبه په تمرین بوختې وې. د دغو فعالیتونو په ځواب کې جاپان خپلې F-15 الوتکې هم پورته کړې دي.

دا روانې لانجې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تېرو کلونو ورته پوځي شکایتونو دوام بلل کېږي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w554e
دکمه بازگشت به بالا