جی ډي وینس: د سترې محکمې د وارداتو د تنظیم په اړه پرېکړه «قانون ماتونه» ده

د امریکا مرستیال ولسمشر جی ډي وینس ویلي، د د امریکا ستره محکمه وروستۍ پرېکړه چې له مخې یې کانګرس ولسمشر ته د وارداتو د تنظیم بشپړ واک نه دی ورکړی، «ښکاره قانون ماتونه» ده او دا به د امریکا د صنعتونو د ساتنې چارې له ستونزو سره مخ کړي.
وینس په خپله اېکس پاڼه لیکلي، محکمه داسې تعبیر وړاندې کړی چې ګواکې کانګرس، سره له دې چې ولسمشر ته یې د وارداتو د تنظیم واک ورکړی، خو په اصل کې یې دا مانا نه لرله. هغه ټینګار کړی: «دا د محکمې له لوري قانون ماتونه ده، ښکاره او ساده.»
د نوموړي په وینا، د یادې پرېکړې یوازینۍ پایله به دا وي چې ولسمشر ته به لا سخته شي څو د امریکا د صنعتونو ساتنه او د اکمالاتي ځنځیر پیاوړتیا یقیني کړي. هغه زیاته کړې، چې حکومت هڅه کوي د کورنیو تولیداتو ملاتړ زیات کړي او داسې پالیسۍ عملي کړي چې اقتصادي سیالي پیاوړې کړي.
مرستیال ولسمشر همداراز ویلي، چې ډونالډ ټرمپ لا هم د تعرفو د لګولو پراخ نور قانوني واکونه لري او «هغه به یې د امریکايي کارګرو د دفاع او د ادارې د سوداګریزو لومړیتوبونو د پرمخ وړلو لپاره وکاروي.»
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې په امریکا کې د سوداګرۍ، تعرفو او د اجرائیه قوې د واکونو حدود د سیاسي او حقوقي بحثونو مهمه موضوع ګرځېدلې او د سترې محکمې وروستۍ پرېکړه هم د همدې بحثونو نوی پړاو بلل کېږي.

