جېنوا ناسته؛ د ټرمپ نوې طرحه د اوکراین جګړې پر راتلونکي اندېښنې زیاتې کړي

د اوکراین جګړې د پایته‌رسولو لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ نوې طرحه په نړیواله کچه له پراخو اندېښنو سره مخ شوې ده، چې له همدې امله ټاکل شوې نن د امریکا، برېټانیا، فرانسې، جرمني او اوکراین لوړپوړي چارواکي د سویس په جېنوا کې د یوې مهمې ناستې لپاره سره راټول شي. تمه کېږي چې په دې ناسته کې د ټرمپ د ۲۸ ماده‌ییزې طرحې پر اغېزو، احتمالي پایلو او د جګړې پر راتلونکي وضعیت بحث وشي.

راپورونه ښيي چې د دغې طرحې له اعلانېدو سره سم په اوکراین کې پراخ اندېښنې راپورته شوې دي. د دغه هېواد ولسمشر، ولادیمیر زلنسکي د خپلې وروستۍ عمومي وینا پر مهال خلکو ته وویل چې هېواد یې د سختو مثبتو او منفي سناریوګانو تر منځ ولاړ دی او ښايي امریکا د اوکراین ملاتړ کم یا حتی له منځه یوسي. د هغه په وینا، د امریکا له خوا وړاندې شوې طرحه داسې عناصر لري چې له روسیې سره د جګړې د ختمولو په پروسه کې په ښکاره ډول د مسکو په ګټه تمامېږي.

زلنسکي ټینګار کړی چې که واشنګټن په دې طرحه ټینګ پاتې شي، امکان لري چې کي‌یف له هغه ستر سیاسي، پوځي او مالي ملاتړ بې‌برخې شي چې تر اوسه یې د جګړې د درېدلو لپاره تر ټولو مهمه تکیه ګڼل کېږي. نوموړي له خپلو خلکو او متحدانو غوښتنه کړې چې د هر ډول ناڅاپي بدلون مخې ته د ملي یووالي او ثبات د ساتلو هڅې زیاتې کړي.

بل لور ته د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین ویلي چې امریکا کولی شي د اوکراین جګړه په منظم او حساب‌شوی ډول پای ته ورسوي، خو د هغه په باور دا مشروط ده چې واشنګټن له هغه طرحې ملاتړ وکړي چې د مسکو د امنیتي اندېښنو ته پکې ځای ورکړل شوی وي. پوتین ویلي چې د ټرمپ د واک ته رسېدو وروسته د جګړې د ختمېدو امکانات زیات شوي او مسکو د سیاسي حل لپاره چمتو دی.

د یادولو ده چې د ډونالډ ټرمپ له بیاځلي واکمنېدو وروسته د روسیې او اوکراین د نږدې څلور کلنې جګړې د پای ته رسېدو لپاره نړیوالې هڅې بیا پیاوړې شوې دي. ټرمپ څو ځله د روسیې له ولسمشر سره له ناستو وروسته ویلي چې د جګړې د ختمېدو لپاره «ګړندی او عملي پلان» لري، خو د هغه د طرحې جزئیات د اوکراین له سخت مخالفت او د اروپایي متحدانو له پراخه اندېښنې سره مخ شوي دي.

په داسې حال کې چې د جېنوا نننۍ ناسته د جګړې د راتلونکي مسیر لپاره مهمه ګڼل کېږي، سیاسي شنونکي باور لري چې تر ټولو نازک ټکی به دا وي چې ایا د ټرمپ ۲۸ ماده‌ییزه طرحه د نړیوالو د تائید وړ ده او که نه، او ایا دا طرحه به د جګړې د پای ته رسېدو لامل شي او که د تاوتریخوالي د بل نوي پړاو د پیل زمینه برابره کړي

لینک کوتاه

https://sarie.news/f733h
دکمه بازگشت به بالا