حماس د اوربند لپاره د ټرمپ وړاندیز منلی: د اسرایلي بندیانو او فلسطیني اسیرانو ازادي

حماس اسلامي غورځنګ د غزې د اوربند هوکړې لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ترمپ د وروستي وړاندیز په تړاو خبرو اترو ته چمتووالی ښودلی.
یاد غورځنګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې سملاسي د خبرو اترو لپاره چمتو یو.
د راپورونو له مخې، د امریکا په نوې وړاندیز شوې طرحه کې د ټولو اسرائیلي بندیانو خوشي کول او په بدل کې یې د اسرائیلي رژیم له بند خونو له دوو زرو څخه تر درېیو زرو د فلسطیني اسیرانو ازادول شامل دي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/b5361a