حماس وايي فلسطيني دولت تر جوړېدو وسلې پر ځمکه نه ږدي

حماس په خپل وروستي دريځ کې څرګنده کړې چې د يوه خپلواک فلسطيني دولت تر جوړېدو پورې وسلې په ځمکه نه ږدي.

د دې اوونۍ په پيل کې يو شمېر عربي هېوادونو د لومړي ځل لپاره د حماس د بې وسلې کولو او د غزې د کنټرول د لېږد غوښتنه کړې وه.

حماس اوس په خپل اعلاميه کې ويلي چې “موږ به خپل وسله وال مقاومت يوازې هغه مهال پايته ورسوو چې زموږ ملي حقونه بېرته راکړل شي چې په سر کې يې د خپلواک دولت جوړېدل، بشپړ حاکميت او د پلازمېنې په توګه د بيت المقدس” نومول دي.

حماس دغه اعلان په داسې حال کې کړی چې د فرانسې، کاناډا او بريتانيا په ګډون يو شمېر لوېديځو هېوادونو اعلان وکړ چې د ملګرو ملتونو په غونډه کې به فلسطين د يوه خپلواک دولت په توګه په رسميت وپېژني.

بل پلو د حماس او اسرائيلو تر منځ د ۶۰ ورځني اوربند او اسرائيلي يرغملو د خوشي کولو په موخه غيرمستقيمې خبرې اترې تېره اوونۍ بې له کومې پايلې پايته ورسېدې

دکمه بازگشت به بالا