حنفي اسلامي امارت د پانګه‌والو لپاره د امنيت او اسانتیاوو ډاډ ورکوي

د رياست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د سوداګرۍ او پانګونې د خونې له مسوولینو او يو شمېر ملي سوداګرو سره په کتنه کې د هېواد د اقتصادي وضعيت، سوداګرۍ او پانګونې په تړاو خبرې کړې دي.

ارګ په خپره کړې خبرپاڼه کې د ښاغلي حنفي په حواله ويلي، د سوداګرو او پانګه‌والو لپاره تر ټولو مهمه د ځاني او مالي امنيت خونديتوب او د حکومت له لوري د اسانتياوو رامنځته کول دي، چې اسلامي امارت په دې برخه کې د هغوی ملاتړ کړی دی.

په همدې کتنه کې سوداګرو د ټرانسپورت او د توکو د لېږد په اهمیت خبرې کړې او د اسلامي امارت له مسوولینو یې غوښتي، څو د سوداګریزو لارو او نښلوونکو نقطو لپاره ځانګړې پاملرنه وکړي.

دغه راز مولوي عبدالسلام حنفي، سوداګر او پانګه‌وال د هېواد په پرمختګ کې مهم بللي او زياته کړې يې ده چې اسلامي امارت په بېلابېلو برخو؛ صادرات، توليدي کارخونو او کانونو کې د کورنيو او بهرنيو پانګه‌والو لپاره مناسب فرصتونه برابروي.

د رياست‌الوزرا اداري مرستيال سوداګرو ته ډاډ ورکړی او هغوی یې هڅولي چې د هېواد په وده او ابادۍ کې لا ډېر رول ولوبوي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/F851H
دکمه بازگشت به بالا