حیرتان بندر کې د ۵ زره ډالرو قاچاق هڅه شنډه شوه

سرحدي پولیسو لوی ریاست وايي چې په حیرتان ځمکني بندر کې د ۵ زره ۶۵۰ امریکايي ډالرو قاچاق هڅه شنډه شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې تړاو یو کس هم نیول شوی او له هغه څخه څېړنې پیل شوي دي، څو د پیښې ټول جزئیات معلوم او قانوني اقدامات ترسره شي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/q420q

