خرم پاکستان بیا د پردۍ لوبې قرباني کېږي، بحران به یې خپله وځپي

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رییس عبدالکریم خُرم پر افغانستان د پاکستان د تېرې شپې بریدونو ته په غبرګون کې ویلي، چې افغانان به اوس دا هر څه وګالي؛ خو ګرانه برېښي چې پاکستان وضعیت کنټرول کړي او د خپلې خرابۍ مخه ونیولی شي.
خُرم وايي، پاکستاني چارواکي یا له بصیرته بېبرخې دي یا په پوهه کې مطلق د نورو خدمت کوي او استعمالېږي. کریم خُرم د سېشنبې په ورځ پر خپل اېکس ولیکل، چې «پاکستان بیا دې خوا بمبارۍ وکړې او ښځې او ماشومان یې شهیدان کړل او هلته مېشت افغانان یې وځورول، بندیان یې کړل او توهین یې کړل».
خرم وايي، که له هرې امنیتي پېښې وروسته اسلاماباد دغه کارونه کوي دا به یوه «خبیثه دایره» تشکیل کړي چې تر ټولو زیات زیان به یې په خپله پاکستان ته ورسېږي.
د خُرم په وینا؛ نړۍ د تغییر په حال کې ده، د بحران نقطې په هغو ځایونو کې منځته راغلې چې د ژیوپولیتیکو بدلونونو امکانات پهکې شته او د اسلاماباد اوسنۍ کړنې دلته هم د بحران یوه نقطه منځته راوړي. نوموړي زیاته کړې، « دوی یو وار بیا په پردۍ لوبه کې لوبېږي؛ خو د سیمې حالت ته چې ګورو دا ځل پاکستان په بد وضعیت کې معلومېږي، موږ خو به اوس دا هر څه وګالو خو ګرانه برېښي چې پاکستان وضعیت کنټرول کړي او د خپلې خرابۍ مخه ونیولی شي».
د پخواني ولسمشر د دفتر رییس ویلي، چې «پاکستاني چارواکي یا له بصیرته بېبرخې دي یا په پوهه کې مطلق د نورو خدمت کوي او استعمالېږي».

