خلیلزاد د پاکستان پارلمان پرېکړه د ولسواکۍ ضد او د پوځ نفوذ ته غاړه ایښودل دي

د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد د ټولنیزې شبکې “اېکس” په خپل پاڼه کې د پاکستان د پارلمان لهخوا د یوې نوې طرحې د تصویب په غبرګون کې لیکلي، چې دا ورځ د پاکستان لپاره یوه «خواشینوونکې ورځ» بلل کېږي.
نوموړي ویلي، د پاکستان پارلمان په دې پرېکړې سره نه یوازې د هېواد پر نیمګړې دیموکراسۍ ضربه ورکړه، بلکې د ولسواکۍ بنسټونه یې لا نور هم کمزوري کړل. خلیلزاد زیاتوي، دا اقدام ښيي چې د دغه هېواد سیاسي بهیر لا هم له پوځي نفوذ او کنټرول څخه خلاص شوی نهدی.
د خلیلزاد څرګندونې وروسته له هغې شوې چې د پاکستان پارلمان تازه هغې طرحې ته د تایید رایه ورکړه، چې د منتقدینو په باور، د پوځ واک او صلاحیتونه لا زیاتوي او د هېواد په سیاسي چارو کې د ملکي بنسټونو خپلواکي تر سیوري لاندې راولي.
راپورونه وایي، د یادې طرحې ډېر جزئیات لا تر اوسه عامو خلکو او رسنیو ته نه دي څرګند شوي، خو د سیاسي شنونکو په اند، دا پرېکړه کولای شي د پاکستان د سیاسي ثبات، ولسواکۍ او د مدني ادارو د خپلواکۍ پر راتلونکي ژور اغېز وکړي.
ځینې شنونکي باور لري، چې دا ډول اقدامات د پاکستان د سیاسي کړکېچ دوام ته لار هواروي او ښيي چې د پوځ نفوذ د هېواد په اساسي پرېکړو کې لا هم غالب دی.

