خوست یوې میرمنې له پنځه کلنې کورني تاوتریخوالي ژغورل شوې

د خوست مسوولین وایي چې د یاد ولایت په مرکز کې هغه مېرمن له کورني تاوتریخوالي ژغورل شوې چې له تېرو پنځو کلونو راپدېخوا د خسرخېلو له ناوړه چلند سره مخ وه.
د دغه ولایت د والي ویاند، مستغفر ګربز په اېکسپاڼه لیکلي چې دا مېرمن د محتسبینو په پرلهپسې هڅو له پنځه کلن کورني تاوتریخوالي ژغورل شوې ده.
سرچینې لیکلي: “د یادې قضیې تر راپور کېدو وروسته، د محتسبینو لهخوا موضوع په جدي توګه وڅېړل شوه او د مېرمنې د خسرګنۍ کورنۍ غړي د شرعي اصولو او نافذه قوانینو پر بنسټ اړ کړل شول، څو د نوموړې مېرمنې شرعي او انساني حقوق تأمین کړي او له هر ډول ظلم او کورني تاوتریخوالي لاس واخلي.“
مستغفر ګربز همداراز لیکلي چې د خوست ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو ریاست د ښځو له حقونو څخه ملاتړ او د کورني تاوتریخوالي مخنیوی د دوی لومړیتوبونه بللي او ټینګار یې کړی چې دا ډول قضیو ته به پر وخت رسېدنه کېږي.
د ویلو ده چې تر دې مخکې هم د خوست په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې ورته قضیو ته رسېدنه شوې او لسګونه مېرمنې له کورني تاوتریخوالي ژغورل شوې دي.

