د ا.ا.ا د رهبر په حکم په حکومتي چوکاټ کې ګن بدلونونه راغلي

د افغانستان اسلامي امارت د رهبر په حکم په حکومتي ادارو کې نوی ادلون بدلون رامنځته شوی.

د شیخ هبت الله اخندزاده د حکم پر بنسټ، د نیمروز مخکینی والي، محمد قاسم خالد د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د معین په توګه ګومارل شوی دی.

د دغو ټاکنو په لړ کې، د بادغیس مخکینی والي، محمدامین جان عمري د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مالي او اداري مرستیال په توګه او د خوست مخکینی والي، عبدالقیوم روحاني د ۲۰۳ منصوري قول اردو د قومندان په توګه ټاکل شوی دی.

د افغانستان د اسلامي امارت د رهبر د دغه حکم لمخې د ولایتونو د معاونینو او قول اردو قومندانو په کچه ځینې نورې ګومارنې هم شوې دي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b6565a
دکمه بازگشت به بالا