د احصایې ادارې په تېرو دوو میاشتو کې د برېښنایي پېژندپاڼو وېش چټک شوی دی

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، د روان لمریز کال په تېرو دوو میاشتو کې په ټول هېواد کې د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش بهیر چټک شوی او په مجموع کې ۳۸۲ زره او ۷۴ پېژندپاڼې خلکو ته سپارل شوې دي. د ادارې د معلوماتو پر بنسټ، دا لړۍ د نفوسو د دقیق ثبت، د خدماتو د اسانتیا او د اداري بنسټونو د منظمې طرحې په موخه روانه ده.

سرچینې څرګندوي چې د برېښنايي پېژندپاڼو وېش په ځانګړي ډول په کابل، هرات، کندهار، ننګرهار او کندوز ولایتونو کې زیات شوی، او د دغو ولایتونو د نفوسو کثافت د دې لړۍ د چټکتیا یو مهم لامل ښوول کېږي. مسوولین ټینګار کوي چې د ثبت او وېش ټولو مرکزونو کې د کار لومړۍ کچه لوړ شوې او د خلکو ورځني مراجعات په منظم ډول مدیریت کېږي.

د احصایې او معلوماتو ملي اداره زیاتوي، چې د پېژندپاڼو ترڅنګ په پاسپورټ برخه کې هم وروستیو کې پراخې اسانتیاوې رامنځته شوې دي، او د اسنادو د وېش بهیر د پخوانیو کلونو په پرتله په چټک او منظم ډول روان دی. مسوولین وايي هڅې روانې دي چې د خدماتو کیفیت او سرعت نور هم لوړ شي، څو خلک په کم وخت او لږ لګښت خپل قانوني اسناد ترلاسه کړي.

سرچینې د برېښنايي پېژندپاڼو د اهمیت په اړه وايي چې دغه سند نه یوازې په هېوادني سیستم کې د خلکو هویت روښانه کوي، بلکې د اداري چارو د شفافیت، امنیتي مدیریت، ټولنیزو سروېګانو، اقتصادي پلانونو او احصایوي تحلیل لپاره بنسټیز ارزښت لري.

لینک کوتاه

https://sarie.news/f796h
دکمه بازگشت به بالا