د اسد ۲۴مه: ولسونو د اسلامي امارت د بیاځلي واکمنېدو څلورمه کلیزه په بېسارې خوښۍ ولمانځله

د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي معین، مهاجر فراهي د ولسونو له لوري د اسد ۲۴مې نمانځنه بېسارې بللې او په وینا یې چې په دې ورځ ولسونو په واقعي توګه د خوښۍ احساسات څرګند کړي دي.
ښاغلي فراهي په اېکسپاڼه لیکلي چې ولس د دې تجلیل په بېسارې نمانځنې سره وښوده چې دوی د خپل نظام ترڅنګ ولاړ دي.
پرون (جمعه، اسد ۲۴مه) د اسلامي امارت د بیاځلي واکمنېدو څلورمه کلیزه وه، چې په ټول هېواد کې د امنیتي ځواکونو او عامو خلکو له لوري په ګډه ونمانځل شوه.
لینک کوتاه
https://sarie.news/b4549a