د اسرائيلي اشغالګرو رژيم د غزې نيونه؛ د اسلامي امارت بهرنيو چارو وزارت د سيمې د امنيت پر سر سخت اندېښنې څرګندوي

د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت غندنه: د اسرائيلي رژيم له لوري د غزې د سيمې بشپړ نيول يوه جدي اندېښنه

د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت د اشغالګرو اسرائيلي رژيم لخوا د غزې د ټولې سيمې د نيولو پرېکړه په سختو ټکو غندلې او دا يې يوه خطرناکه او د بشري کړکېچ د پراختيا وړ بللې ده. د وزارت وياند عبدالقهار بلخي ويلي، چې دغه پرېکړه به د جګړې د غځېدو لامل شي او د فلسطيني ولس کړکېچ به لا پسې پراخ کړي.

وزارت ټينګار کړی چې دا اقدام د سيمې د امنيت او ثبات لپاره جدي ګواښ دی او له نړيوالو ښکېلو لوريو يې غوښتي چې خپل قانوني او اخلاقي مسووليتونه ادا کړي او اجازه ورنه کړي چې بشري ناورين نوره هم زيات شي.

همدارنګه، د بهرنيو چارو وزارت له اغيزمنو اړخونو غوښتي، چې د غزې په تړانګه کې د اوربند او د بشري مرستو د رسېدو لپاره عاجل اقدامات وکړي تر څو د بشري ناورين مخه ونيول شي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/a372s
دکمه بازگشت به بالا