د اسلامي امارت او قرغیزستان ترمنځ: د سوداګرۍ او کلتور پراختیا ته نوې هڅې
په قرغیزستان کې د اسلامي امارت د سفارت سرپرست، مولوي عبدالشکور حقاني د یاد هېواد د اقتصاد او سوداګرۍ وزارت له مرستیال «سنجاربیک باکتبکوویچ» سره کتلي دي.
د سفارت په اېکسپاڼه لیکل شوي چې په دې کتنه کې د اقتصادي، سیاسي، سوداگریزو او کلتوري اړیکو پر پراختیا بحث شوی او همداراز د قرغیزستان په راتلونکي ایسیک-کول اقتصادي فورم کې د ا.ا د صنعت او سوداگرۍ د سرپرست وزیر په مشرۍ د افغان پلاوي پر ګډون هم خبرې شوې دي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/a467s