د اسیا شل اوریز جام سیالۍ: پاکستان او هند نن د ډبي په میدان کې مخامخ کېږي

د اسیا د ۲۰ اوریز جام په سیالیو کې نن د پاکستان او هند ټیمونه لوبه کوي.

لوبه د کابل په وخت د شپې اوه بجې په دبی کې پیلیږي.
د جام پرونۍ لوبه کې سیریلانکا بنګله دیش ته په ۶ ویکټو ماته ورکړه.

د افغانستان ټیم چې په B ګروپ کې بنګله دیش، سیریلانکا او هانګ کانګ سره دی، د سه شنبې په ورځ بنګله دیش سره لوبه کوي.
د افغانستان ټیم د هانګ کانګ په وړاندې د جام په سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د ۹۴ منډو په توپیر ګټلې.

په A گروپ کې هند ، پاکستان ، د عمان سلطنت او کوربه هیواد متحد عربي امارات لوبې کوي.
د آسیا جام وروستۍ لوبه ټاکل شوې د سپتمبر په ۲۸مه ترسره شي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/a793s
دکمه بازگشت به بالا