د افغان پلاوي تاتارستان سفر: د نفتو، ګازو او پانګونې فرصتونو لپاره ګډې خبرې پیل شوې

د کانونو او پټرولیم وزير ملا هدایت الله بدري په مشرۍ یو لوړپوړی افغان پلاوي د تاتارستان په رسمي بلنه د «نفتو، ګازو او کیمیاوي صنعتي» فورم کې ګډون او وینا کړې ده.
ياد وزارت وايي، په دې فورم کې ښاغلي بدري د دواړو هېوادونو اړیکو، د افغانستان د نفت او ګاز زېرمو او د تاتارستان له لوري د ټکنالوژۍ د لېږد په اړه خبرې کړې او دغه راز پانګوالو ته یې د افغانستان د کانونو په زېرمو کې د پانګونې بلنه هم وکړې ده.
ښاغلي بدري د تاتارستان ولسمشر سره په کتنه کې خپل وړاندیزونه او نظریات شریک کړي او پرېکړه شوې، چې د همکاریو د پراختیا لپاره ګډه تخنیکي کمېټه جوړه شي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/b4980a