د افغان ځواکونو عملیاتو کې د پاکستاني پوځي رژیم ۱۵ پوستې نیول شوي

امنیتي سرچینې وايي، چې د خوست په علیشرو کې له فرضي کرښې ها غاړه د پاکستاني پوځي رژیم یوه پوسته د افغان ځواکونو له لوري نیول شوې ده. سرچینې زیاتوي، چې په سیمه کې د روانو عملیاتو په ترڅ کې د پاکستاني ملیشو پر وړاندې درنه جګړه روانه ده او د اسلامي امارت ځواکونه د سیمې امنیت ټینګولو لپاره خپل عملیات په منظمه توګه دوامداره ساتلي دي.

همدارنګه، سرچینې راپور ورکړی چې په بېلابېلو ولایتونو کې د پاکستاني پوځي رژیم پر وړاندې د روانو عملیاتو په ترڅ کې تر دې دمه ۱۵ پوستې نیول شوې دي. دغه پوستې تر ډېره په ختیځو او سویل ختیځو ولایتونو کې د فرضي کرښې ها غاړه موقعیت لري، او نیول شوي پوستې د دښمن لپاره ستر ستراتيژیک زیانونه رامنځته کړي دي. د عملیاتو هدف د سرحدي امنیت ټینګول او سیمه‌ییزو خلکو ساتنه بلل شوې ده.

د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو ویاند، وحیدالله محمدي ویلي، چې په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې په بېلابیلو سیمو کې د پاکستان پوځي رژیم پر پوستو عملیات پیل شوي او تر دې دمه درې پوستې نیول شوې دي. هغه وايي، په دغو عملیاتو کې د افغان ځواکونو مورال ډېر لوړ دی او ځواکونه په بشپړه چمتوالي سره خپلې دندې پر مخ وړي.

له بلې خوا، د زابل امنیه قومندان ویلي، چې د فرضي کرښې په اوږدو کې ټول ځواکونه د تيار سی په حال کې دي او د هېواد د دفاع لپاره بشپړ چمتوالی لري. امنیتي سرچینې راپور ورکوي، چې له ننګرهاره د تازه دمو ځواکونو زغره‌وال ټانکونه هم د فرضي کرښې پر لور روان شوي، څو د اړتیا په صورت کې سمدستي عملیات ترسره شي.

دغه پراخ عملیات د اسلامي امارت د امنیتي ځواکونو د ستراتيژیک پلان یوه برخه ده چې موخه یې د سرحدي امنیت ټینګول، د دښمن د پوځي تاسیساتو کمزوري کول او د سیمې د خلکو خوندي ساتل دي. د سرچینو په وینا، عملیات په بېلابېلو ولایتونو کې په همزمانه ډول دوام لري او د ټولې سرحدي کرښې امنیت د دوی د لومړیتوب په توګه ساتل شوی دی.

لینک کوتاه

https://sarie.news/s852n
دکمه بازگشت به بالا