د افغانستان ملي لوبغاړي بنګکاک ته: د آسیا د ښکلا او فټنس اتلولیو لپاره روان سفر

د افغانستان د ښکلا او فټنس ملي لوبډلې شپږ لوبغاړي د تایلینډ په کوربه توب د آسیا د ښکلا او فټنس په اتلولیو کې د ګډون لپاره بنګکاک ته تللي دي.
د افغانستان د ښکلا او فټنس فدراسیون نن پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې د ملي لوبډلې دا لوبغاړي د اسیا د ښکلا او فټنس په ۵۷ دور سیالیو کې د ګډون لپاره تایلیند ته روان شول.
دغه فدراسیون دوې ورځې مخکې ویلي وه چې دا لوبغاړي په خپل لګښت په اتلولیو کې برخه اخلي.
د معلوماتو له مخې دا سیالۍ به په اګست میاشت کې د تایلینډ په کوربه توب ترسره شي.
دا ټیم څو ورځې مخکې په کابل کې له ۵۴ لوبغاړو څخه د سیالیو په نتیجه کې په مختلفو وزنونو کې د ملي ټیم لپاره غوره شو.
لینک کوتاه
https://sarie.news/b4662a