د امریکا او روسیې ولسمشران به د اوکراين جګړې د هواري لپاره په الاسکا کې مهمه او تاریخي لیدنه وکړي

ټاکل شوې د امریکا او روسیې ولسمشران د را روانې جمعې په ورځ د امریکا په الاسکا کې سره و ويني. دوی به په دې لیدنه کې د اوکرايين پر جګړې خبرې سره وکړي.
په سپينې ماڼۍ کې د خبرو پر مهال ډونلډ ټرمپ د دې خبر پخلی وکړ او بیا یې پر خواله رسنۍ ولیکل، “د امریکا د ولسمشر په توګه به د روسیې له ولسمشر ولادیمير پوتین سره زما ډېره مهمه لیدنه د را روانې جمعې په ورځ د ۲۰۲۵ کال د اګست پر ۱۵ په الاسکا کې وي. نور جزیات به هم ژر په ډاګه شي.”
وروسته د کریملېن یوه ویاند هم دا خبر تایید کړ او ویې ویل چې د ملاقات دا ځای “ډېر منطقي” دی، ځکه چې الاسکا روسیې ته نسبتاً نږدې سیمه ده.
د کریملېن ویاند همدا راز وویل چې ټرمپ ته روسیې ته د ورتګ بلنه هم ورکړل شوې ده چې ډېر امکان شته چې دویمه سرمشریزه به وي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/a369s