د انسټاګرام «ملګرو نقشه» نوې بڼه: د ځایځایګي خپرولو نوی اپشن چې کاروونکي او امنیت ته یې پوښتنې راولاړوي

خواله رسنۍ انسټګرام خپل کاریال ته د “ملګرو نقشه” په نامه یو اپشن ور زیات کړی چې په فعالېدو سره یې د کاروونکي انسټګرامي څارونکي د هغه د ځایځایګي په تړاو معلومات تر لاسه کوي.
د دغې زیاتونې له مخې، که یو کاروونکي غواړي یو څه پوسټ کړي او هلته د موقعیت اپشن هم ور سره کېکاږي یا ټګ کړي، نو د هغه څارونکو یا فالوورانو ته د ۲۴ ساعتونو لپاره وايي، چې هغه چېرته دی.
دا غوراوی یا اپشن یوازې د کاروونکو د هغو انسټاګرامي څارونکو لپاره کار کوي چې په دوه اړخیزه توګه یو بل تعقیبوي او ترڅنګ یې د څارونکي له خوا ځانګړي انتخابېدونکي کسان هم دغه نوي نوښت ته لاسرسی لرلی شي.
خو د انسټګرام دغه نوښت یا زیاتونه چې ویل شوي د خلکو د نږدې کولو لپاره ډیزاین شوی، د انسټګرام د ځینو کاروونکو غبرګون راپارولی او د خپل امنیت په تړاو یې اندېښنې څرګندې کړې دي.
د خواله رسنیو ځینو کارنو دا نوښت حتی د خپل خصوصي حریم لپاره خطرناک بللی دی.