د ایران د رهبرۍ سلاکار: د رهبرۍ د لېږد مسؤلیت درې لوړپوړي چارواکي پر غاړه لري

د ایران د رهبرۍ سلاکار، محمد مخبر، ویلي چې د «رهبرۍ د لېږد دورې» اداره به د ولسمشر، د قضایې قوې رئیس او د شورای نگهبان یو فقيه غړي په غاړه وي

د فارس خبري اژانس د راپور له مخې، مخبر د ایران د رهبر د احتمالي مړینې یا له واکه د وتلو په صورت کې د حالاتو د سم مدیریت لپاره ویلي چې یاد درې لوړپوړي چارواکي به د نوي وضعیت تر روښانه کېدو پورې د لېږد پړاو مسؤلیت پر مخ وړي.

نوموړي ټینګار کړی چې دا اقدام د قانون په چوکاټ کې ترسره کېږي او هدف یې د هېواد د سیاسي ثبات ساتل دي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په ایران کې د سیاسي جوړښت په اړه نړیوالې اندېښنې شته او د چارواکو څرګندونې د راتلونکې شفافیت او اداره کولو په اړه مهمې ګڼل کېږي

دکمه بازگشت به بالا